کابل باختر دليندى دوه ويشتمه :
په داسې حال کې چې دکابل _ جلال اباد په لويو لارو کې دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډار اچونې پرضد عمليات دوام لري پوځيان دډآر اچوونکو له شتون څخه دڅو کليو د پاکولو خبرورکوي .
دغه عمليات درې ورځې مخکې دسلګونو پوځيانو په ګډون دکابل _ جلال اباد دلوى لارې د دواړو غاړو دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شول او دغه راز دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو عمليات کې تراوسه پورې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول
ده زياته کړه چې دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه دکابل – جلال اباد دلوى لارې تر بشپړ پاکولوپورې به دوام ولري .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل