نړۍ

د اروپا اتحاديې د کريميا د ټاپو وزمې پرخلاف بنديزونه تاييدکړل

بروکسل- فرانسپرس – باختر دليندۍدمياشتې ٢٨
د اروپا اتحاديې پرون د کريميا د ټاپو وزمې پرخلاف بنديزونه تاييدکړل.
د فرانسې د خبري آژانس د خبرله مخې: دغه بنديزونه په کريميا کې د اروپا پانګې اچوونې منع کوي او په دغې سيمې سوداګريز محدوديتونه لګول کيږي .
دغه اقدامات هغه پيغام دى چې د اروپا اتحاديه له روسيې سره د کريميا الحاق په رسميت نه پيژني.
په همدې حال کې د اروپا د کميسيون وياندې مايا کاسيجانچيچ څرګنده کړه چې له رورسيې سره د کريميا د ټاپو وزمې الحاق غيرقانوني دى.
دې له روسيې څخه وغوښتل چې په اوکراين کې د بحران د له منځه وړلو په لاره کې مرسته وکړي.
په اوکراين کې د بحران له امله تراوسه پورې ٤٦٠٠ تنه وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته