سیاست

په کابل کې دامريکا سفير : موږ دافغانستان اساسي قانون ملاتړ کوو .

کابل باختر د ثور ٥

  کندهار له سياسي  او تاريخي پلوه افغانستان او نړۍ ته ډير مهم ولايت دى ، اوپه دغه ځاى کې  ښه امنيت ، حکومت والي اودبيا جوړولو کارونه د ټولو هيوادونو په ګټه  دي .

په کابل کې دامريکا سفير راين کراکر دغه څرګندونې په هغه سفر کې وکړيې چې پرون يې کندهار ته درلود .

 کراکر  په دې سفر کې لومړي دکندهار پوهنتون وکوت او وروسته  يې ددغه ولايت له قومي مشرانو ، ديني عالمانو د سولې  دولايتي شوراګانو له غړو او حکومتي مسوولينو سره دبيلابيلو موضوعګانو په باب خبرې وکړې .

  کراکر دکندهار له والي سره په يوه خبري غونډه کې  ګډون وکړ .

  دى دامريکا دکانګرس  ديو شمير  غړو دوروستيو  څرګندونو په باره کې والي چې پارلماني نظام داوسنيو سياسي ستونزو  دملي کولو لپاره  ښه بديل دى .

  دکانګرس غړي دامريکا دمتحده ايالاتو دحکومت  نظر نشي څرګندولى .

 ده زياته کړه چې امريکا په دې  اړوند څرګند نظر لري ، امريکا دافغانستان داساسي قانون ملاتړ کوي .

 دامريکا سفير وويل، دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي  همکاريو دسند دلاسليک کولو  وخت نږدى شوى دى او امريکا به ددغه سند له مخې له افغانستان سره په اوږدمهال کې همکاري وکړي  .

 ده زياته کړه:  دستراتيژيکي همکاريو دغه سند به ډير ژر دامريکا او دافغانستان دجمهورو رييسانو له خوا لاسليک شي او موږ ددغه سند له لارې دافغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې دامريکا متحده ايالات  به ددوى دوست اوهمکار واوسي .

 دده د څرګندونو له مخې، امنيتي چارې به له  ٢٠١٤ کال وروسته  افغان ځواکونو ته وسپارل شي خو له افغانستان  سره دامريکا همکاري  به تر  ٢٠٢٤ کال پورې دوام ومومي .

 ده زياته کړه ،هيواد يې په افغانستان کې دهر هغه نظام چې خلک يې وغواړي ملاتړ کوي .

 ده دکندهار پوهنتون دکتنې دهدف په باب هم  معلومات وړاندي کړل او وي ويل چې  له کندهار  پوهنتون سره به ددوى  مرستې دوام ومومي او دامريکا  دسفارت له خوا به په دغه ځاى کې يو ستر کتابتون جوړ شي .

 دکندهار والي توريالي ويسا په دې غونډه کې وويل چې دامريکا له سفير سره   يې په دغه ولايت کې دوروستيو امنيتي پرمختګونو او حکومت  والي په باب خبري کړي دي .

 داپه کابل کې دامريکا  دسفير په توګه دراين کراکر دټاکل کيدو له وخت څخه تراوسه پورې کندهار ته  دراين کراکر دريم سفر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته