٢٣-کابل باختر دمرغومي دويمه
دملي اردومنسوبينو دهلمند ولايت په ناد علي سيمه کې پرون دخپلو دندو په ترڅ کې دچاوديدونکو توکو يو ډيپو کشف کړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په دغه ډيپو کې لس ماينونه ،دماين څلور شپيته تلکونه ، دماين يو بندل تارکش ، دماين پنځه بندله ارتباط کش ، د چاوديدونکو توکو څلور بندله فليتې ، څلور ريموت کنترول ، دماين نهه پټاقۍ او دبطريو شل چارچرونه شته .
ديوبل خبر له مخې دملي اردو منسوبينو پرون دتصفيوي عملياتو په بهير کې يو وسله وال مخالف له يوې تومانچي سره دبلخ ولايت دشولګري ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيوه .