نړۍ

يوه امريکايي خپرونه: زموږ سرتيري آن د داعش له ځپلو وروسته بايد په منځني ختيځ کې پاتي شي

  واشنګټڼ   دامريکاغږ باخترلړم دمياشتې ٨ نيټه  :
په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده د امريکا د جمهوري رياست مرستيال اسرائيلو او مصر ته سفر وکړي اوپه سيمه کې له تروريزم او نا امنۍ سره د مبارزې لپاره دجدي تدبيرونو په باب خبرې وکړې، د امريکا يوه معتبره خپرونه ليکي  چې آن په بشپړه توګه د داعش له ځپلو وروسته، امريکايي ځواکونه بايد د پخواپه شان د سيمې په څو ستراتيژيکي سيموکې پاتې شي.
دغه نظر په داسې حال کې څرګنديږي چې په مصرکې تروريستي ګوډاګيانو خپل عمليات سخت کړي دي او ايران هم دپخوا په شان له تروريزم سره ملاتړ ته دوام ورکوي.
په واشنګټن کې اعلام وشو چې د امريکا د جمهوري رياست مرستيال  مايک پنس ټاکل شوې ده د ا مريکا د جمهور رئيس دونالد ترامپ په لارښوونه کابو لس ورځې وروسته اسراييلو او مصر ته سفر وکړي.
د اسرائيلي ورځپاڼي جروزالم پست په ليکنه، ټاکل شوې ده پنس د دغه سفر  په بهيرکې د اسرائيلو، فلسطينيانو او مصر له مشرانو سره خبرې اترې وکړي چې د اسرائيلو _ فلسطيني سولې د پرمخ بيولو لپاره دښاغلي ترامپ هلې ځلې  پياوړې شي .
د اسوشتيدپرس خبري آژانس په  همدې اړوند وليکل چې د امريکا د جمهوري رياست دمرستيال بل ماموريت د سولې د پرمخ بيولو لپاره د ده له هڅو سره  جوخت د ايران د لوړتيا غوښتنو په وړاندې د دريدو لپاره د سيمې له مشرانو سره  خبرې دي.        

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته