نړۍ

دحسن روحاني دلوړې مراسم دزمري په مياشت کې پرځاى کيږي .

تهران دايران رسني باختر  دغبرګولي ٢٧ :
دايران داسلامي جمهوريت داسلامي شورا دمجلس  رييس محمدرضا باهنر ويلي دي چې دايران دنوى جمهوررييس په توګه  دحسن روحاني دلوړې مراسم به ښايي دروان کال دزمري دمياشتې په څوارلسمه  يا پنځلسمه نيټه پرځاى شي.
باختراژانس  دايراني رسنيو له خولې خبر راکړ چې دايران نوى جمهوررييس دلوړې دمراسمو له پرځاى کولو وروسته دوه اوونۍ وخت  لري چې خپل کابينه مجلس ته معرفي کړي او مجلس به هم دپيشنهادي وزيرانو دواک او پروګرامونو دڅيړنې لپاره وخت ولري.محمدرضا باهنر دخپلو خبرو په دوام ويلي دي چې دکابينې دمعرفي کولو لپاره دمجلس اودولت تعامل ډيرمهم دى.
ددغه خبرځاى دڅرگندونوله مخې،  حسن روحاني نن له غرمې  وروسته دنوى منتخب جمهوررييس په مقام کې خپل لومړنۍ خبري کنفرانس جوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته