امنیت

په بغلان کې د يوې اوونۍ په بهيرکې دولس جوماتونه سوځول شوي دي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
د بغلان ولايت د ډنډ غوري په ساحه کې د يوې اوونۍ په بهيرکې دولس جوماتونه يو په بل پسې سوځول شوي دي .
طالبانو د ډنډ غوري او د پلخمري ښار په بېلابېلو ساحوکې چې د دوى ترکنترول لاندې دي؛ د دولسو جوماتونو په سوځولو سربېره څو ټوکه قرآن عظيم الشان او نور ديني کتابونه هم سوځولي دي.
د بغلان ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالرشيد مظهري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د جوماتونو سوځول چې ډير پاک ځايونه دي؛ نه يواځې په بغلان کې، بلکې په ټولو اسلامي هيوادونوکې سارى نه لري او او آن روسانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په وخت کې د جوماتونو درناوى کړى دى او جوماتونه يې نه ويجاړول. خو طالبان د اسلام او اسلاميت په نامه جوماتونه سوځوي او بې ګناه خلک وژني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته