کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه
په غور ولايت کې يو هلک او يوه نجلۍ د وسله والو طالبانو له خوا صحرايي محاکمه شول.
د غور ولايت امنيتي مقاماتو د دغه خبر په تائيدولو سره وايي چې وسله والو طالبانو دغه هلک او نجلۍ چې د شهرک ولسوالۍ د کاريزک له سيمې څخه تښتيدلي وو، د دغې ولسوالۍ د مسجدنګار په سيمه کې ونيول اوپه عام محضر کې په ډزو سره يې ووژل.
د غور د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې دغه هلک او نجلۍ دواړه ګوژدن وو، خو له يوبل سره د مينې له امله له خپلې سيمې څخه تښتيدلي وو.
دغور دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد ضيا حسيني وويل چې وسله والو طالبانو دغه هلک او نجلۍ، د نجلۍ د خسر په غوښتنه ونيول او په ډزو سره يې ووژل.
پاى ج ذ