مزار شريف باختر دزمري دمياشتې ديرشمه :
په داسې حال کې چې دبلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د ځانګړو عملياتوپه بهيرکې په بشپړه توګه د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده، پوځي مقامات په دغو عملياتوکې دطالبانو دسر د درندو زيانونو يادونه کوي.
دوى وايي: په دغو عملياتوکې پنځوس تنه افغان او بهرني ډار اچوونکي وژل شوي اوپه لسګونو تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه راز ويل شوي دي چې په دغو عملياتوکې د دوو بهرنيانو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان نيول شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د طالبانو له شتون څخه د چمتال ولسوالۍ له بشپړ پاکولو وروسته په دغې ولسوالۍ کې څو پوستې ځاى پرځاى شوې دي چې د ډار اچوونکو د بيا راستنيدو امکان نه وي .
دغه عمليات د کوماندو د ځواکونو په مشرۍ د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول.
د کوماندوځواکونو وياند احمد جاويدسليم باختر آژانس ته وويل چې په دغو ځانګړو عملياتو کې د چمتال ولسوالۍ ټولې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او پوځي پوستې پکې جوړې شوې دي.
ده وويل: په دغو عملياتوکې پنحوس تنه افغان او بهرني ډار اچوونکي ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
سليم په دې جګړه کې د دوو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون د اتو تنو ډار اچوونکو دنيولو خبر تائيدکړ.
د څه ناڅه يو کال په بهير دا دويم ځل دى چې د چمتال ولسوالۍ د وسله والو طالبانوپه ګډون د ډار اچوونکو ډلو د شتون او فعاليتونو د زياتوالي ډګر دى.
په همدې حال کې د بلخ والي عطامحمدنور وايي چې ډار اچوونکي نور بلخ ته د راستنيدو توان نلري.
ده وويل چې د ډار اچوونکو د کتنې په صورت کې به بلخ د ډار اچوونکو په اديره بدل کړي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل