امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
يوولس  تنه وسله وال طالبان تيره شپه دکندز ولايت داقتاش   په ولسوالۍ کې ووژل شول .
  دپامير ٢٠ فرقې وياند ډګرمن  غلام حضرت کريمي دباختراژانس خبريال  ته وويل چې دغه مخالفان دافغان پوځيانو دعملياتو او دهېواد دهوايي قوتونو په ملاتړ دکندز ولايت داقتاش ولسوالۍ دجنت باغ په کلي ووژل شول .
کريمي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ددښمن څو کلکې  قرارګاوې هم ويجاړې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته