امنیت

په ننګرهار کې نشه يي توکي کشف شول .

کابل باختر د تلې اوومه :
په ننګرهار ولايت کې نشه يي توکي کشف شول .
په دغو توکو کې ٢٤ کيلوګرامه چرس شته .درارسيدلو خبرونوله  مخې دغه توکي تير ماښام دجلال اباد _ تورخم  دلوى لارې په اوږدو کې دمومند درې  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې کشف شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياټي باختراژانس ته خبر ورکړ چې قاچاق وړونکو د چرسوانډې په مهارت  سره په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي وو .
ده وويل قاچاق وړونکي دامنيتي مامورانو له  رسيدوسره سم وتښتيدل او دهغوى دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې  پيل شوې دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته