سیاست

دانتخاباتو خپلواک کميسيون : دانتخاباتو په پوهاوي ورکولو کې دديني عالمانو رول حياتي دى .

کابل باختر د ثور  دريمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دمشرتابه هيئت  غړو نن دانتخاباتو دخپلواک کميسيون او دهېواد  دځينو ديني  عالمانو ترمنځ  دهمغږۍ  په موخه ګډ  غوڼډه   جوړه کړه .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،   په دې غونډه کې  د کميسيون دمشرتابه هيئت  غړو داسلام دمبين دين  له لارښوونو څخه په استفادې سره  دخلکو دپوهاوي او دامنيت په تامينولو  کې دديني عالمانو رول  حياتي وباله .
دغه راز په دې غونډه کې  ديني عالمانو ټينګار وکړ چې انتخابات  يو ضروري اصل دى اوله اسلام څخه اخستل  شوى دى ټول عالمان  په دې باب  موافقه  لري او دبرياليتوب  لپاره يې هڅه  او هاندکوي .
  دوى دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  له مشرتابه  او له امنيتي بنسټونو  څخه وغوښتل چې دهېواد والو دامنيت په تامينولو کې دې هڅه او هاند وکړي چې هيواد وال  وکولاى شي په لوړې روحيې او دويرې  او ډار پرته دراى ورکولو  صندقونوته  لاړ شي .
  دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون  دمشرتابه هيئت  غړو ټينګار وکړ چې امنيتي  ځواکونه دخپلو سرو نو په بيه دامنيت په تامينولو کې هڅه او هاند کوي  او زموږ خلک  په ميړانې  اوزړورتيا  سره مبارزه کوي او ددښمن له دسيسو  څخه نه ډاريږي .
مخکې له دې هم دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دمشرتابه  هيئت غړو  په ګډو غونډو او له ځينو سياسي ګوندونو او له انتخاباتي کتوونکو  بنسټونو سره په سلامشوره دانتخاباتو په بهير کې  دهغوى دهمکارى غوښتنه کړې وه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته