سیاست

جمهوررئیس غني د شهید مولوی عبدالظاهر حقاني له کورنۍ سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د شهید مولوی عبدالظاهر حقاني له کورنۍ سره په شاهي ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس د شهید حقاني کورنۍ ته د ښه راغلاست ترڅنګ دى يې د افغانستان  علمي پانګه وبلله  او زیاته یې کړه، شهید حقاني د تقوا، وطن پالنې او ګڼو ځوانانو د روزنې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي او تل یې خلکو ته  د اسلامي، ملي او وطن پالنې روحیه ورکوله. 
جمهوررئیس غني د شهید حقاني د کورنۍ غړو ته په خطاب کې وویل، مولوي عبدالظاهر حقاني د وطن لپاره لویه قرباني ورکړی چې د ده سرښندنه به هېڅ وخت هېره نه شي. هغه یو ځل بیا د ده د شهادت له امله د ده کورنۍ ته تسلیت ووایه او د مولوي حقاني مشر ځوی حاجي عبدالباقي ته  یې د استوګنې د ځمکې د ملکیت سند ورکړ.
د شهید حقاني د کورنۍ غړو د جمهوررئیس له تسلیت او ډاډګېرنې څخه په مننې وویل، ستاسو ډاډ او غمشریکي تل زمو غم کموي. زیاته یې کړه، مولوي حقاني د هېواد، نظام، امنیتي ځواکونو او د ملي ګټو د پالنې او ملاتړ په خاطر خپل ځان قرباني کړ او د ده قرباني به زموږ عزم لا پیاوړی کړي.
دوی زیاته کړه، تاسې چې په تنګو او سختو شرایطو کې د هېواد لپاره کومې هڅې، هلې ځلې او لاسته راوړنې لرئ له امله یې ټول افغانستان پر تاسې ویاړي چې ستاسو د هلوځلو له برکته ټول هېوادوال راتلونکي ته هیله ‏من او خپل راتلونکي روښانه ویني، ولس پر تاسې ویاړي او ستاسې ملاتړ کوي. پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته