امنیت

په لوګر کې دکرنې ، بڼوالۍ اودلاسي صنايعو نندارتون جوړشو.

پل علم باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
په لوګرولايت کې پرون  دکرنيزو اودبڼوالۍ دمحصولاتو او دلاسي صنايعو نندارتون پرانستل شو.
دغه نندارتون دلوګرولايت دکرنې او اوبولګولو رياست له خوا  ددغه ولايت دوالي  ، ددولتي ادارو  دځينورئيسانو  او دکرنې دبرخې  دهمکارو موسسو  دمـسوولانو ، دکرنيزو کوپراتيفونو دچارواکو ، بزګرانو او صنعتکارانو په شتون  په پل علم ښارکې  جوړشو.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې  ؛ ددغه نندارتون دپرانستلو په غونډه کې دلوګروالي محمدحليم فدايي ، بزګران يې دسولې دنيالګيو ايښودونکي وبلل  او زياته يې کړه  چې په دې نندارتون کې   دکرنيزو محصولاتو اودلاسي صنايعو پنځلس غرفې ديوې ورځې لپاره پرانستې وي.
ديادونې  وړ ده چې په دې نندارتون کې څو ډوله انګور ، مڼې ، لاسي صنايع  او دبڼوالۍ  او کرنې  ځينې نور محصولات نندارې ته وړاندې شول.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته