امنیت

ملا نقيب الله ووژل شو

کابل-باختر دتلې ١٦
دطالبانو يو سيمه ييز قوماندان ملانقيب الله له څلورو تنو افرادو سره يې دميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې ووژل شو.
ويل کيږي دغه قوماندان تيره شپه دچک ولسوالۍ دشهيدانو په کلي کې دناټو  او افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
دميدان وردګوولايت دپوليسويومسوول باخترآژانس ته وويل :ملانقيب الله په څو ورانکارو او ترورستى فعاليتونو کې له دې جملې څخه ددغه ولايت دچک دپخواني ولسوال محمد اسماعيل په وژنه کې لاس درلود.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ،په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتې.
 


 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته