امنیت

دملي اردو اته تنه عسکر شهيدان شول .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
دملي اردو  اته تنه عسکر دماين دچاودنې په جلا جلا پيښو کې شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس  ته خبر ورکړ دملي اردو اته تنه عسکر دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې په واټ کې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنو له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت ددغو عسکرو دشهادت تاييد کړ خو دپيښې سيمه يې مشخصه نه کړه .
داپه داسې حال کې ده چې امنيتي ځواکونو دهيواد په بيلابيلو ساحو کې دامنيتي دندو دترسره  کولو په بهير کې  دوسايطو ضد اته ويشت  ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته