امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې يوه قوماندان له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دهيواد په جنوب زون کې دملي اردو دځواکونو دګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دهيواد په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو دځواکونو له خوا دقندهار ولايت دميوند او شا وليکوټ ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره  شول چې له امله يې دفاروق په نامه دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل  شو او درې تنه نور ټپيان شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتو کې دوسايطو ضد څو ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته