امنیت

دننګرهار دولايتي شورا په يوه غړي دطالبانو ناوړه ناکام بريد .

کابل باختر د تلي ديرشمه :
دننګرهار دولايتي شورا ديوه غړي دترور لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .
دافتخار  مومند دسپرلۍ  په موټر دبهسود ولسوالۍ دشاهبرهان اغا  په ساحه کې په ښخ کړى شوي  بم وخوت خو ويل کيږي چې په دې پيښه  کې دخلکو دغه استازي ته زيان نه دى اوښتى .
درارسيدلو خبرونو له مخې په دې پيښه کې دښاغلي مومند يوساتوونکي ټپي شوى دى .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دننګرهار  دولايتي شورا غړي افتخار مومند ته چې اصلي هدف و ، زيان نه دى اوښتى .
مشرقي وال وايي چې په دې چاودنه کې دښاغلي مومنديو ساتوونکى ټپي شوى دى .
په همدې حال کې په ننګرهار کې يوبل سيمه ئيز مسوول وسله وال طالبان ددغه ناوړه  قصد مسوول وبلل .
تراوسه پورې ددغه بمي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى . 
دننګرهار دولايتي شورا غړى افتخار  مومند په پارلمان کې  دننګرهار ولايت داستازي فريدون مومند ورور دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته