امنیت

په شاولي کوټ کې درې تنه طالبان ووژل شول.

قندهار باختردچنګاښ دمياشتي ٢٥ :

امنيتي ځواکونو دقندهارولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې درې تنه طالبان ووژل.

دسيمه ييزومقاماتودڅرگندونوله مخې،  دغه درې تنه طالبان دامنيتي ځواکونو په پوستې دبريد له امله ووژل شول.

دقندهاردوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل: طالبانو تيره شپه دشاولي کوټ ولسوالۍ په کجور سيمه کې دپوليسوپه پوستې وسله وال بريد وکړ. دپوستې دپوليسوله مقاومت سره مخامخ شول  چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل  شول اونوريې له سيمې څخه وتښتيدل.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، په دې نښته کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته