سیاست

ګلبدين حکمتيارطالبانو ته په خطاب کې: په جګړې او زور سره نه شئ کولاى پرافغانانوحکومت وکړئ

کابل باختردغويي دمياشتې ٩ مه :
د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار له طالبانوڅخه وغوښتل چې له ورانکارۍ څخه دې لاس واخلي او د سولې بهير غوره کړي.
ښاغلي حکمتيار په لغمان  ولايت کې خپلو ملاتړو ته په  لومړۍ ويناکې وويل:   طالبان دې د زور له لارې د حکومت کولو خوب نه ويني، ځکه چې له سولې پرته بله لاره شتون نلري .
ده چې سوله د افغانستان د خلکو يوازينې هيله وبلله؛ له طالبانو څخه وغوښتل چې د خداى په خاطر دې له جګړې او ورانکارۍ څخه لاس واخلي او د خبرو او سولې له لارې دې د خپلو موخو د ترلاسه کولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
حکمتيار وويل: په جګړې سره نه  شو کولاى  چې خپلو موخو ته ورسيږو، طالبان دې د سولې لاره غوره کړي او له دې لارې دې خپلې موخې ترلاسه کړي، که چېرې  جګړه د حل لاره واى؛ موږ هم جګړې ته دوام ورکاوه .
دغه پخواني جهادي مشر طالبانو ته خطاب کې وويل: که چيرې په رښتيا زړه مو په دې مظلوم ملت سوځي؛ له  جګړې څخه لاس واخلئ او د سولې لاره غوره کړئ .
د حزب اسلامي مشر د خلکو له غوښتنې سره سم قوي مرکزي نظام خپلې اساسي غوښتنې وبللې او ويې ويل: موږ يو واکمن مرکزي نظام غواړو؛ ډلبندۍ او خپلسرۍ نه غواړو، داسې نظام غواړو چې ملت تر چتر لاندې يې راټول شي او داسې نظام چې د خلکو د ارادې ممثل وي.
ښاغلي حکمتيار وويل چې د سولې د تامنيولو لپاره به د افغانستان له حکومت  او  خلکو سره مرسته وکړي.
دا د سولې له بهيرسره د انجنير ګلبدين حکمتيار له پيوستون وروسته د حزب اسلامي د مشر لومړۍ وينا ده .
ټاکل شوې ده چې دى کابل ته راشي او د لومړي ځل لپاره له حکومتي مقاماتو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړي.
ټاکل شوې  ده، له  حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د تفاهم ليک د مادو له
مخې د دغه حزب له  پنځه تنو بنديانو څخه اته شپيته تنه يې په لومړي ګام کې  د افغانستان له جيلونوڅخه آزاد شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته