امنیت

يوولس وسله وال طالبان په ننګر هارکې ونيول شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
يوولس تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې د عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
په دغوطالبانو پرون کله چې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يو لړ تروريستي بريدونو نيت درلود؛ دګډو ځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول.
باختر آژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په نيول شويوکسانوکې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شا مل دى .
دننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د تورخم په لويه لاره کې پرته ده اوپه دې وروستيو وختوکې د وسله والو طالبانو د تروريستې فعاليتونو ډګر دى.
يواځې په شپږو مياشتوکې د  ناټو په اکمالاتي کاروان د بريد او د ننګرهار دګمرک د دوو تنوکارکونکو دتښتولو په ګډون، شپږ تروريستي پيښې په دې تګلورى کې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته