امنیت

په فارياب کې دسولې له بهير سره دطالبانو ديو قوماندان يوځاى کيدل

کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه :
دطالبانو يوسيمه ئيز قوماندان پرون  په فارياب کې له  خپل ساتونکى سره دسولې له بهير سره  يوځاى شو .
دفارياب دپوليسو وياند کريم  يورش دباختراژانس خبريال ته وويل چې ملا عبدالحليم  او دده ساتونکي  دفارياب په  قيصار ولسوالۍ کې دامنيتي  منسوبانو دهڅو له امله له يوې درندې وسلې ، يوه توغندى ويشتونکى ،  يوې مخابرې  ،  او له خپلو وسلو سره يې  دسولې له بهير سره يوځاى شول .
  ختم_ شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته