خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د کب ١٦ مه / باختر

له زیان منونکو ټولنو ملاتړ او د روغتیایی خدماتو وړاندې کول په انساني اړیکوکې یو اصل دی چې باید له سیاسي محاسبو لرې وساتل شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د ميندو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دغه هېواد په نړۍ  کې د ميندو د مړينې تر ټولو  لوړه کچه لري.

د ملګروملتونو د وګړود صندوق له خوا نن په یوه خپور شوي راپورکې راغلي چې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو پر وړاندې ۶۳۸میندې خپل ژوند له  لاسه ورکوي او که په افغانستان کې د میندو وضعیت ته پام ونه شي، وضعیت به لاپسې خراب شي.

دغه بنسټ ويلي دي، د خلکو په ځانګړې توګه د میندو د ستونزو د هواري لپاره ۲۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دې غوښتنې موخه د امیندوارو میندو روغتیایي اړتیاو ته رسیدګي او د ۹،۳ ميلیونه افغان اتباعو ساتنه ده چې پکې ۲،۲ ملیونه امیندواره میرمنې ، ۲،۳ ميلیونه تنکي ځوانان او ۲۸۹ زره نورې میرمنې د زېږون په درشل کې دي.

په همدې حال کې د بې سرحده ډاکترانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په  تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په ځینو برخو کې د شري په پېښو کې بې ساري زیاتوالي خبر ورکړى دى. دغه نړيوال بنسټ ويلي ، یوازې په فبروري مياشت کې، د شري نږدې ۸۰۰  پېښې تشخیص او له ۴۵۰ څخه  زيات ناروغان په روغتون کې بسترشوي دي.

که د افغانستان پېښو ته  دقيق شو، دا ټولې ستونزې د افغانستان پر وړاندې د یو شمېر هېوادونو له غیرعادي چلند سره تړاو لري.

ځيني هېوادونه  چې د پخواني رژيم اصلي ملاتړي وو او د روغتيا په ګډون يې په بېلابېلو برخو کې ملاتړ کاوه، د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې نوی نظام منزوي کړي او داسې  وښيي چې نوی نظام په هېواد کې د مديريت کولو توان نه لري.

دغه هیوادونه زيات احتمال لري چې اقتصادي او روغتیایي ستونزې د تاکتیک په توګه وکاروي، نړیوالو سازمانونو په  وار وار د افغانستان د ناوړه روغتیا او اقتصادي وضعیت په اړه ټکان ورکوونکي راپورونه خپاره کړي دي، دوی د ستونزو کچه بیا تکرار کړې او د حل  لپاره یې د بودیجې په ترلاسه کولو او په سمدستي حل لږ تمرکز کړی، په افغانستان کې په دغه ډول بحران کې ښځې او ماشومان تر ټولو زيات زیانمن شوي دي.

افغانستان کې زياتې داسې ستونزې شته چې افغانستان ونه کولاى شي هغه ناروغۍ چې په اسانۍ سره يې درملنه کېږي، رسيدګې وکړي، په همدې دليل زياتره ښځې او ماشومان د امکاناتو د کمښت او نشتوالي سره د درمنلې وړ ناروغيو له امله مړه کېږي.

د روغتیايي کارپوهانو له نظره، په افغانستان کې ناوړه روغتیايي وضعیت د وخت مخکې زیږون، خوارځواکۍ او د ناروغیولامل کېږي، چې له افغانستان پرته په نورو هېوادونو کې يې د درملنې امکانات شته خو په افغانستان کې د مړينې سبب کيږي.

که څه هم په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې د راټيټولو لپاره       د ملي بنسټونو له خوا هڅې روانې دي، خو په افغانستان او په ځانګړې توګه په لرو پرتو ولايتونو کې د ستونزو او ننګونو د کچې په پام کې نيولو سره دغه هڅې له پامه غورځول کېږي.

حقیقت دا دی چې افغانستان د طبي وسایلو او افرادو له کمښت سره مخ دی، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، یوازې راپور ورکول کافي  نه دي.

افغانستان په یو بې ساري ټولنیز وضعیت کې  قرار لری، د هیواد اقتصاد بې ثباته دی او د هېواد جغرافیایي موقعیت خپلې ځانګړتیاوې لري، په داسې حالت کې باید په         دقت سره کار وشي.

تر ټولو مهمه دا چې هغه هېوادونه چې پخوا د افغانستان په روغتیايي برخه کې ښه مرسته کوونکي وو، اوس یې د خپلو دلایلو له مخې یا په بشپړه توګه مرستې بندې کړي او یا یې د پام وړ کچې ته راټیټې کړې دي.

دوی باید پوه شي چې په دې کار سره یې ناروغو او اړمنو ښځو او ماشومانو ته سزا ورکړې، په داسې حال کې چې د ټولنې له زیانمنو خلکو سره مرسته او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول په انساني اړیکو کې یو اصل دی چې باید له سیاسي محاسبو لرې وساتل شي.

هيله ده چې مرستندويه هېوادونه به  له افغانستان سره د مرستو په څرنګوالي له سره غور وکړي او نړيوال بنسټونه  يوازې د راپورونو په وړاندې کولو اکتفا ونه کړي

له افغانستان سره د هدفي او اغیزمنو مرستو په خاطر د نورو سازمانونو او هېوادونو  د هڅولو لپاره د مرستو د جلبولو عملي لاره څرګند کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته