سیاست

افغانستان دغه راز د ناټو د پاملرنې په محورکې دى

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٠
د ناټو نوى سرمنشي ينز ستولتن برګ وايي: افغانستان اوس هم د ناټو لپاره لومړنى ټکى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د شمالي اتلانتيک يا ناټو د تړون عمومي سرمنشي ستولتن برګ په خپلو لومړنيو څرګندونوکې چې د ده د کړنلارې او کاري لرليد ښکارندوى و؛ په افغانستان کې د ناټو د ماموريت د څرنګوالي په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې افغانستان اوس هم د ناټو په لومړيتوب کې دى .
ده مخکې له دې په افغانستان کې د ناټو د شتون او همکاريو په باب ويلي و چې ناټو په دې برخه کې د پخوا په شان ژمنه ده او د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ناټو عمومي منشي د افغانستان او ناتو ترمنځ د امنيتي تړون لاسليک ته په اشارې سره وويل: په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې د خپل ماموريت د پاى لپاره تيارى نيسي؛ د افغانستان او ناټو ترمنځ د اړيکو نوى فصل پرانستل شوى دى او دغه تړون کولاى شي په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د شتون شرايط څرګندکړي.
د افغانستان او ناټو ترمنځ امنيتي تړون او د افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د ګډ امنيتي او دفاعي موافقه ليک د افغانستان د نوي جمهور رييس د لوړې له مراسمو يوه ورځ وروسته د جمهوري رياست د ملي امنيت د سلاکار او په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي او د امريکا د سفير له خوا په کابل کې لاسليک شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته