امنیت

شپږ څلويښت وسله وال طالبان ووژل شول.

 کابل – باختر دتلې دمياشتې لومړي

شپږ څلويښت وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې چې په تيرو څلرويشتو ساعتوکې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات چې د وسله والو طالبانو له شتون او دسيمو دپاکولو لپاره دکونړ ، کاپيسا، زابل ، ارزګان،ميدان وردګو ، لوګر ،پکتيکا او د هرات ولايتونو په مربوطاتو کې دافغان امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي چې له امله يي شپږ څلويښت وسله وال طالبان  ووژل شول ، اووه تنه طالبان ټپيان او اووه ويشت تنه  نور وسله وال طالبان  ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او جنګي مهمات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ، ملي پوليسو د وسايطو ضد څلور ماينونه چې د ننګرهار ، خوست او فراه ولايتونو په مربوطاتو کې دورانکارو او ترورستي عملونو لپاره دوسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوي و ،  کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته