سیاست

جمهور رئيس غني: ديني عالمان دې باید په ټول افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي

کابل – باختر د لرم د مياشتې ١٨مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د قندهار ولایت له یوشمېر مخورو، مشرانو، ديني عالمانو او په ملي شورا کې د قندهار د خلکو له ځینو استازو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنې کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ډاکټر فاروق اعظم، لالي حمیدزي، بسم الله افغانمل او عبدالرحیم ایوبي د قندهار د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی د سولې د ټينګښت، د نشه يي توکو او فساد پر وړاندې د جدي مبارزې، ښې حکومتوالۍ، پوهنې، کرنې او د بې ګناه بندیانو د خوشې کېدو په اړه خپلې ستونزې او غوښتنې طرحه کړې.
د دغې غونډې ګډونوالو د فساد پر خلاف د مبارزې په برخه کې، د نوي حکومت له هڅو سره خپل ملاتړ څرګند کړ او دغه راز د دولت په ټولو چارو کې د ژورو بدلونونو غوښتوونکي شول.
جمهور رئيس غني د دغو ګډونوالو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، د سولې په اړه وویل چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې د همکارۍ چمتووالی لري.
جمهور رئيس د افغانانو لخوا د افغانستان د سولې د بهير پر رهبرۍ او مالکیت باندې د ټينګار په ترڅ کې وویل چې ديني عالمان دې باید په ټول افغانستان کې قوم په قوم، کلي په کلي او جومات په جومات، د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي.
جمهور رئيس همداراز د بې ګناه بندیانو د خوشې کېدو لپاره د قندهار د خلکو د غوښتنې په اړه هدایت ورکړ چې د ډاکټر فاروق اعظم په مشرۍ دې یو پلاوی وټاکل شي ترڅو د یادو بندیانو دوسيې وڅېړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته