امنیت

په ننګرهار کې ددريو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر دغبرګولي پنځمه :
  دننګرهار په ولايت کې ددوو هوايي بريدونو له امله درې تنه داعشيان ووژل شول.
  په دغو داعشيانو نن سهار اوتيره شپه دهسکې مينې اواچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل په دغو بريدونوکې دداعش دډلې  ددوو تنو پاکستاني  ډار اچوونکو په ګډون درې تنه  داعشيان ووژل شول .
  ده وويل دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت ووچې بريدونه پرې وشول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دننګرهار په ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
  امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم- عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته