ټولنه

دمهاجرينو راستنيدل زيات شوي دي .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
له پاکستان څخه هېواد ته دمهاجرينو راستنيدل زيات شوي دي .
باختراژانس دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دهغې اعلاميې  له مخې چې نن  خپره شوې ده خبر راکړ. خپل وطن ګل وطن  په نامه ديوه تبليغاتي پروګرام له پيل کيدو وروسته دپاکستان په ځينو سيموکې  چې افغان مهاجرين پکې ژوند کوي له دغه هېواد څخه افغانستان ته په خپله خوښه دافغانانو دراستنيدو اندازه زياته شوې ده .
په اعلاميه کې څرګنده شوې ده دافغانانو راستنيدل يوازې په تيره ميلادي مياشت کې له پاکستان څخه په خپله خوښه دنوم له ليکلو وروسته ١٥٠٠ مهاجرين  راستانه شوي دي او دغه شمير څرګندوي چې په خپله خوښه دافغانانو راستنيدل  دزياتيدوپه حال کې دي .
خپل وطن ګل وطن پروګرام  ، دافغانستان دسياسي نمايندګيو له خوا په خپله خوښه دراستنولو لپاره دپناه غوښتوونکو دهڅونې په مقصد دپيښوراو کويټې په ښارونوکې پيل او دملګروملتو دسازمان عالي کميشنرۍ  هر راستيندونکي سند لرونکي ته درې سوه پنځوس  ډالره ورکوي  او دغه ر از دهغوى دتراسنپورت کرايه هم ورکوي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته