امنیت

د امنیتي برخې د رهبرۍ په غونډه کې د هیواد پر عمومي امنیتي وضعیت خبرې وشوې

کابل/ د چنکاښ ۲۱مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د امنیتي برخې لوړپوړو مسؤلینو نن له غرمې وروسته په اوونیزه جلسه کې د هیواد په کچه پر عمومي امنیتي وضعیت او وروستیو تهدیداتو بحث وکړ.
د ملي امنيت شورا د معلوماتو له مخې؛
نننۍ جلسې ته په راپور کې وویل شول، چې وسلوالو طالبانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانانو خلاف تاوتریخوالی تر پخوا ډېر کړي او په دې توګه یې د سولې لپاره پیل شوي هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

په راپور کې همداراز یادونه وشوه، چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه له ولسونو سره په مستقیمه همکارۍ له مخالفینو د خلکو او خاورې ساتنې ته دوام ورکوي او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته