امنیت

په بدخشان کې دترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
دبدخشان ولايت دشکي ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون دترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
دبدخشان ولايت ويندوى احمد نويد فروتن دباختر آژانس خبريال ته وويل:- پرون مازيګر يو تونس موټر دګړندي تګ له امله په شکي ولسوالۍ کې له واټ څخه ووت او په سيند کې وغورځيد.
دغه ترافيکي پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې يوه ورځ مخکې دبدخشان ولايت دتشکان ولسوالۍ په لاره کې په يوه بله ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو او اووه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته