سیاست

دبهرنيو چارو وزير دچين دبهرينو چارو وزارت له معين سره وکتل

_کابل باختر دوري دمياشتې ٨ نيټه :
دهېواد دبهرنيو چارو  وزير صلاح الدين رباني  پرون دتاشکند کنفرانس ترڅنګ  دچين دولسي  جمهوريت  دبهرنيو چارو وزارت له معين  لي بادون سره دسولې  په باب سيمه ييزي اجماع ارزښت په باب خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته   خبر ورکړ  په دې کتنه کې  دواړولورو دوه اړخيزو همکاريو، په افغانستان کې دچين پانګې اچونې  او کور جوړول هغې  پروژې په باب چې  افغانستان کې دچين له خوا تمويليږي  خبرې اترې وکړې او د سولې  او له  تروريزم سره  دمبارزې  ، اقتصادي پيوستون ، همپالنې  او سيمه ييزې اجماع  اوپياوړتيا  په ارزښت  باندې  يې ټينګار وکړ او په دې لاره کې يې د تاشکند کنفرانس دکابل بهير  دويمې غونډې  د نتيجو څيړنې لپاره  ښه او ارزښتناک فرصت وباله . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته