امنیت

د هېواد په ختيځ کې د نويو هوايي بريدونو په بهيرکې داعشيانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

جلال آباد/ باختر  دچنګاښ ٢٦
د داعش د ډلې د څو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٩ تنه داعشيان  د افغانستان په ختيځ کې د نويو هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن سهار  د روداتو ،  کوټ او د هسکې مينې په ولسواليوکې  د دوى په پټنځيوکې بريدونه وشول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال   باختر اژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې د داعش د ډلې د لسو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون  نهه ويشت تنه داعشيان وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه داعشيان په خپلو پټنځيوکې د يولړ ډار اچوونکو پيښو په پلان جوړولو بوخت وو چې د بې پيلوټه جنګي الوتکو له خوا پرې بريد وشو .
  ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
  په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهارکې پوځيان د د ډار اچوونکو  د جنګي وسايلو د پنځو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې د خوږياڼيو، کوټ او د دُربابا په ولسواليوکې د يولړ ځانګړو عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي .
  په ننګرهار ولايت کې يو پوځي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانوکې د دښمن په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
   يو بل خبر وايي چې په ننګرهار ولايت کې پوځيانو د يولړ چاودنو مخه نيولې ده.
   امنيتي مامورينو نن سهار د جلال آباد ښار او د ننګرهار ولايت په ځينو نورو ساحوکې په ګڼ ميشتو لاروکې اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
  د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ مرګانۍ پيښې رامنځته کړي، خوبريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته