ټولنه

دکندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې د دولسو کيلومترو په اوږدوالي د سړک د پخولو کار پيل شو .

کابل باختر د ليندى شپاړلسمه : دکندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په ښار کې د دولسو کيلومترو په اوږدوالي د سړکونو د پخولو کار د دغه ولايت د مشرتابه هيئت له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پيل شو . د باختر اژانس د خبر له مخې؛ له همدې امله په جوړې شوې غونډه کې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او دښې حکومتوالۍ ، د امنيت د تامينولو ، پرمختګ او پرمختيا ، ښوونې او روزنې او د دغې ولسوالۍ د ژوندانه د چاپيريال د ستونزو په باب خبرې وکړې . د کندز ولايت د فوايد عامې رييس محمد رحيم رحمتي د دغو سړکونو د جوړولو دکار د پيل په مراسمو کې وويل چې د دغو سړکونو اوږدوالى کابو دولسو کيلومترو ته رسېږي او لګښت يې شپږ سوه مليونه افغانۍ اټکل شوې دى . ده وويل چې، د دغو سړکونو د پخولو کار به يو نيم کال وخت ونيسي . دکندز والي عبدالجبار نعيمي د پرمختيايي پروګرامونو په تطبيق او د ښې حکومتوالۍ په چارو کې هر راز لاسوهنه د منلو وړ ،ونه بلله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د پروژو د تطبيق او د ولايت د پرمختګ په وړاندې د هر راز خنډونو د لرې کولو په لاره کې په کار لاس پورې کړي او د يو بل تر څنګ د خپل ولايت په بيا رغاونه او پرمختګ کې ونډه واخلي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته