امنیت

په قندهار کې دڅلورو ځانمرګو يرغلګرو وژل کېدل .

-کابل /دمرغومي  ٢٧مه /باختر :
څلور ځانمرګي يرغلګر په قندهار کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دې بريد کې  ددغويرغلګرو  په چاوديدونکو توکو بار موټر هم له منځه  لاړ .
درارسېدلو خبرونو له مخې، په موټرسپاره دغه څلور ځانمرګي يرغلګر غوښتل يې په ميوند ولسوالۍ کې دپوځيانو په قرارګاه بريد وکړي چې دهېواد دهوايي  قواوو  په بريد کې ووژل شول .
دهېواد  په جنوب کې اتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغه هوايي بريد کې څلور ځانمرګي  يرغلګر ووژل شول او په چاوديدونکو توکو بار موټر يې له منځه لاړ .
خبرپاڼه زياتوي چې دغه يرغلګر په ميوند ولسوالۍ  کې په يو پوځي قرارګاه دبريد نيت درلود خو هدف ته له رسېدو مخکې  پر ې بريد وشو اوووژل شول
  وژل  شوي يرغلګر دطالبانو ډلې بلل شوي دي
طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته