امنیت

نولس تنه ياغي طالبان په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري دويمه

 دپوليسو دامنيتي  ځواکونو ددندو په بهير کې  نولس تنه وسله وال ياغي طالبان ووژل شول څلور تنه ټپيان او څوارلس تنه نور يې ونيول شول .

 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس  ته  وويل په تيرو څلورويشتو ساعتوکې دملي پوليسو  ځواکونودکاپيسا ، غزني ، هلمند او دنيمروز دولايتونو  دنا امنو سيمو دپاکولو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې  له امله يې نولس تنه ياغي طالبان ووژل شول څلور تنه ټپيان شول او څوارلس  تنه نور يې ونيول شول .

 دغه راز په دغو عملياتو کې دشپږو کلاشينکوفونو ، يوه توغندي  ويشتونکي ، شپږو لاسي بمونو ، لس ماينونو ، پنځه ديرشو کيلوګرامه نشه يي توکو  ، ٣٢ کيلوګرامو  چاوديدونکو توکو  او دپوځي وسايلو او تجهيزاتو او ددريو موټرسايکلونو په ګډون يوه اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل او سامان الات په عملياتو کې  دشاملو  ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 ديوبل خبر له مخې،  دملي پوليسو منسوبينو پرون يوه اندازه وسله اومهمات او څوماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا  دترورستي  او ورانکارو فعاليتونو په مقصد دلغمان ، تخار ، لوګر او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي وو  دچاڼيزو عملياتو په  بهير کې  کشف او ترلاسه کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته