ددويم لمبر سرحدي زون دساتنمنې دکورس دفارغانو سندونه نن په پکتياولايت کې وويشل شول.
ددويم لمبرسرحدي زون دقوماندانۍ درستيزوال سمونوال ظاهرګل دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دپکتيا، پکتيکا اوکابل دولايتونو دښوونځيو نولسو تنو زده کوونکو چې په داوطلبانه ډول يې په دغه کورس کې نومونه ليکلي و له څلور مياشتو لومړينو زده کړو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
ده وويل دغه فارغان به دسرحدي ولايتونو په بيلابيلو قطعو او جزوتامونوکې موظف شي .
ديادونې وړ ده چې په پخواني دوره کې ٢٧ ځوانان له دغه روزنيز مرکز څخه فارغ شول اوپه سرحدي قطعو کې موظف شول .