امنیت

دکابل پوليسو دوولس تنه ونيول

کابل باختردلړم دمياشتې ١٧ :
دکابل پوليس  دوولس تنه دبيلابيلو جرمونو په  تور ونيول .
د کابل  ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې رييس جنرال محمد فريد افضل دباختر آژانس خبريال ته وويل :  دکابل دپوليسو موظفينوپه  تيرو څلرويشتو ساعتو کې  دوولس تنه  د وژنې ، غلا ، دالکولي مشروباتو په څښلو  او دنشه يي توکو د قاچاقو  په تور  دکابل ښار  دپنځمې ، لسمې  او  اوولسمې  امنيتي حوزو  په مربوطانو کې نيولي دي  او له هغوى څخه  تحقيقات پيل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :  پوليسو دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوه تنه  وسله وال موټر سايکل سپاره د غلاپه  وخت کې له يوې تومانچې سره  ونيول .
له بلې خوا د ننګرهار ولايت پوليسو  يو تن  چې ٣٦ کيلوګرامه  اپين ډوله  نشه يي توکي يې په يوه  کرولا موټر کې  ځاى پرځاى  او  ليږدول له دغو توکو سره   دننګرهار ولايت  دکامې ولسوالۍ په  مربوطاتو کې  ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته