امنیت

وسله والو طالبانو په فاریاب کی په زورسره خلک له خپلو کورونو وایستل

میمنه باختر دمرغومی پنځلسمه دفاریاب سیمه ییز مسوولان وایي:چی طالبانوپه ګرزیوان ولسوالۍ کی دامنیتي ځواکونواو دوګړنیز پاڅون په لسګونو کورنی په جبر سره له خپلو کورونو څخه ایستلي دي . دګرزیوان ولسوال ملا فیض الله وایی چی وسله والو طالبانو څه دپاسه دوه سوه کورنی چی دامنیتې ځواکونو او وګړنیز پاڅون خپلوان يې له امله چی له دولت سره همکار دي دژمي په فصل کی ددغې ولسوالۍ له بېلا بېلو سیمو څخه له خپلو کورونو څخه وایستل . ده زیاته کړه چی اوس دغه کورنی له دره زنګ ،غلبیان ،یوخن ،پخل سوز او دهمران له سیموڅخه دګرزيوان ولسوالۍ دطالبانو دنومول شوی ولسوال مولوی حمیدالله دانش له خوا تهدید اوایستل شوي دي . ویل کېږی دغه کورنی اوس په لرو سیمو اویا هم په میمنی ښار کی استوګن شوي دي او له دولت څخه غواړی چی دګرزیوان ولسوالی امنیت تامین کړي . دفاریاب امنیتي مسولان وایي چی دفاریاب په څو ولسوالیو اودګرزیوان دامنیت د تامینولو په خاطر عملیات دوام لري. او له مرکزی حکومت څخه هم غواړی چی دغه ولایت ته زیات ځواکونه واستوی . پای شکریه خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته