نوى ډيلى / آزادۍ راډيو /دکب دمياشتې ٩مه نيټه :
ټاکل شوې ده چې نن د هند په دهرادون کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه یوه ورځنۍ لوبه وکړي. ټاکل شوي ده دغه پنځوس آوريزه لوبه د کابل په وخت ١٢ بجې پيل شي . دافغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک وویل چې په ملي لوبډله کې یو لړ تغییرات راغلي دي: ټاکل شوې چې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو لوبولړۍ پیل کړي، پهدغې پنځوس اووره لوبه کې به یو شمېر نورو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي چې د افغانستان استازیتوب وکړي." افغانستان په هند کې د روانو لوبو په ترڅ کې له ایرلنډ سره تر اوسه د شل آورونو درې لوبې کړې دي چې درې واړه یې ګټلې دي. تمه ده چې دواړه لورې یو ټېسټ مېچ هم وکړي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل