کابل باخترد ثور اتلسمه :
دهرات ولايت سيمه ئيزو مسوولينو پرون ددغه ولايت دپوليسو له خوا دنشه يي توکو دقاچاقو په تور داووتنو دنيولو خبرورکړ .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياندعبدالاحد ولي زاده باختراژانس ته وويل دغه دوه تنه په ګذرې ولسوالۍکې له دريو کيلوګرامو اپينو سره ونيول شول .
ده وويل په دې باب دپوليسو څيړنې پيل شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دهرات ولايت پوليسو پرون په ګذرې ولسوالۍ کې په څلورجريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ