امنیت

د دښمن دمهماتو يوه ډيپو او يو پټنځى له منځه يوړل شول .

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه :
د هېواد په يوشمېر ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو دپرونيو ګډو پوځي  عملياتو په بهير کې  د دښمن دمهماتو يوه ډيپو او يو پټنځى  له منځه يوړل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ چې؛ دغه عمليات د هېوادوالو د سراو مال د ساتنې او د ډآر اچوونکو د ځپلو په مقصد د ننګرهار ، غزني ، پکتيکا ، روزګان ، زابل ، فراه ، بادغيس ، فارياب ، او دکندز د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
د دغو ګډو پوځي عملياتو په پايله کې دغه راز د دښمن درې هاموې ډوله زغره وال وسايط ، يو لکسس ډوله  موټر يو کلاشينکوف او نور جنګي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
دغه راز په چاوديدونکو توکو بار يو موټر  د دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا کشف او د استوګنې له ساحې څخه لرې  چول شوى دى .
په همدې ترتيب  د دغو عملياتو په بهير کې  دملي اردو د ماين پاکولو ټيمونو په ګڼ ميشتو  لارو کې د مخالفينو له خوا دوه ديرش  ځاى پرځاى کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
  ختم_ عطاالله +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته