امنیت

يوسلو شپږ اويا تنه بنديان ازاد شول .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
څه دپاسه  يوسلو اويا تنه بنديان دهيواد دجمهور رييس له فرمان سره سم نن په هلمند ولايت کې له بند څخه ازاد شول .
دهلمند دوالي  ويندوي عمر ځواک  دباختراژانس خبريال ته وويل  يوسلو شپږ اويا تنه بنديان دهيواد دجمهور رييس  حامد کرزي  له  هغه فرمان سره سم چې په هيواد کې داسلامي انقلاب دبرياليتوب  ددوه ويشتمې کاليزې له امله صادر شوى و ددغه ولايت دمرکز لښکرګاه ښار له جيل څخه ازاد شول .
دلښکرګاه ښار په جيل کې څه دپاسه زر تنه بنديان  شپې سبا کوي چې اتلس تنه يې ښځې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته