خبرونهفرهنګښوونه او روزنه

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ۱۰۰ زده کوونکو ته د وړیا زده کړې زمینه برابره کړه

کابل / د وري ۲۷ مه / باختر

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ۱۰۰ زده کوونکو ته په وړیا ډول د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې زمینه برابره کړه.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وايي، هغه زده کوونکي چې اقتصادي ستونزې لري کولای شي چې په دغه ښوونیز مرکز کې په وړیا ډول د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې وکړي.

عثماني زیاته کړه چې دغه زده کوونکي په څلورو وختونو کې زده کړې کوي او پر دې سربېره له غرمې وروسته وخت یې د دولتي کارکوونکو لپاره ځانګړی کړی دی.

د کورس ښوونکی تاج محمد قاسم وايي چې په تېر کې یې هم اووه کاله په رضاکاره ډول خدمت کړی او لا هم خپل خدمت ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې یو زده کوونکی وايي چې په هېواد کې زیات شمېر زده کوونکي د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې شخصي کورسونو ته لاړ شي، په خبره یې په دغه کورس کې کولای شي چې خپلو زده کړو ته په وړیا ډول دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لنکن ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ نجونو او هلکانو فراغت لیکونه ترلاسه کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته