ورزش

دريال مادريد او يونتوس ټيمونو لوبه برابره پاى ته ورسوله.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
داروپا دفوټبال د ډله ييزجام دڅلورم پړاو سياليو تيره شپه په اتو لوبو سره دوام وموند.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  په دغو سياليو کې د هسپانې دريال سوسيداد ټيم دصفر په مقابل کې په صفر سره دانګلستان دمانچستر ټيم سره لوبه برابره پاى ته ورسوله.
په همدې ترتيب د اوکراين دشاختاردونسک ټيم او دهسپانې دريال مادريد ټيمونو لوبه له خپلو سيالانو سره برابره  پاى ته ورسوله.
د دنمارک دافسي کوپن هاګن ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره د ترکيې ګالاتا سراى  ټيم ته ماتې ورکړه او ديونان دپرالمپيا کوکس دصفر په مقابل کې په يوې سره دپرتګال دبنفيکا پرټيم بريالۍ شو په همدې ډول دفرانسې دبارکن جرمن ټيم ديوې په مقابل کې په يوې سره دبلجيم داندرلخت ټيم سره لوبه برابره پاى ته  ورسوله . دانګلستان دمانچستر ټيم د دوو په مقابل کې په پنځو سره دمسکو د زسسکا ټيم ته ماتې ورکړه او د آلمان د بايرمونيخ ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره د بلجيم د بيلژن  پرټيم بريالى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته