سیاست

د جمهور رئيس فوق العاده استازي دده سبز ولسوالۍ دخلکو ستونزې وڅيړلې

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٠  :
داصلاحاتو او ښيې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئيس فوق العاده استازي احمدضيامسعود نن له غرمې وروسته دکابل ولايت دده سبز ولسوالۍ   داوسيدونکو دستونزو دڅيړنې په موخه  دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د جمهوررئيس دفوق العاده استازي دفتر باخترآژانس ته   خبر ورکړ.
د جمهوررئيس فوق العاده استازي د کابل ولايت دده سبز ولسوالۍ له مشرانو
، سپين ږيرو ، مجاهدينو او دولتي مسوولينو سره په کتنه کې ددغې ولسوالۍ
داوسيدونکو پيشنهادونه او سيمه ييزې ستونزې له  نږدې  واواريدې.
د ده سبز ولسوالۍ اوسيدونکو دروغتيايي کلينيک نشتوالى ، دولسوالۍ اوکليو ترمنځ داساسي سړکونو اوبريښنا نشتوالى، دمهاجرينو دښارګوټو او   دپوهنتون  جوړول ددغې ولسوالۍ دخلکو ستونزې وبللې  او داړوندو بنسټونو له خوا يې دجدي څيړنې غوښتنه وکړه.
دده سبز خلکو دغه راز  ددغې ساحې دځمکې دتصفيې اواستملاک په باب  چې دکابل  نوى ښار په دغه ځاى کې  جوړيږي  هم د جدي څيړنې غوښتنه وکړه.
داصلاحاتو اوښيې  حکومتوالۍ په  چارو کې د جمهوررئيس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود دده سبز دخلکو مجاهدت وياړ وباله اوويې ويل چې په اوسنيو شرايطو کې دهېواد دقومونو ترمنځ ملي يووالى اوپيوستون له بل هر وخت څخه زيات د دايمي ټيکاو دهېواد بيا جوړولو ضمانت کوي او خلک بايد په احتياط سره له پيښو سره چلند وکړي.
د جمهور رئيس فوق العاده استازي په دې کتنه کې دده سبز ولسوالۍ   له اوسيدونکو سره ژمنه وکړه  چې ددوى غوښتنې  له اړوندو مسوولينوسره په ګډه غونډه کې دمربوطو مراجعو له لارې څيړل کيږي .
احمدضيامسعود دغه راز زياته کړه چې دنوي کابل ښار د جوړولو ماسترپلان تطبيق ته  چمتو دى او يوازې ددغه ښار داوبو دتامينولو په ګډون  ديادونې وړ موارد هماغه شان تر څيړنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته