کابل باختر دوري شپژمه:
د ننګرهار ولايت يوځل بيا د داعشيانو او طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر و .
دغه جګړې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې دلعل پورې او د روداتو ولسواليو په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په نويو جګړو کې له دواړو لورو څخه يوولس تنه وژل شوي دي .
ده وويل جګړې د دغو دوو ډار اچوونکو ډلو ترمنځ د واکمنۍ پرسر رامنځته شوي دي .
د وروستيوڅو کلونو په بهير کې د هېواد ځينې سيمې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د خونړيو جګړو ډګر وې .
دغه جګړې د دې سبب شوې دي چې په سلګونه کورنى د خپلو کورونو پريښودو ته اړې شي . ختم _٠ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل