امنیت

په ننګرهارکې په هوايي بريدونوکې د داعش دلسګونو غړو وژل کيدل .

کابل/ باختر دکب دمياشتې١٧مه نيټه :
په ننګرهار ولايت کې دداعش ډلې په  لسګونوتنه جګړه ماران دهېواد دهوايي  پوځ        په بريدونو کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو داچين ولسوالۍ په ځينو سيمو کې بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې ددغې ډلې د دريو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو او دشپږو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون څلويښت  تنه داعشيان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغو داعشيانود اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددوى په مرکزونو       کې بريدونه شوي دي .
ويل کېږي چې په دغو بريدونوکې د داعشيانو درې مرکزونه  له ټولو جنګي وسايل  سره يې دړې وړې او له منځه وړل شوي دي .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته