خبرونهامنیت

د ملي امنيت سلاکار د شهيدو سرتېريو له کورنيو سره وکتل

 

کابل/ د مرغومي ۱۳مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د امنيتي سرتېريو په ليکو کې د دوو شهيدو سرتېريو، ۲۰۷ ظفر قول اردو د کنډک قوماندان شهید احمد خان او د همدې قول اردو د رییس ارکان شهید بريد جنرال عبدالبصير نورستاني له کورنيو سره وکتل.

ډاکټر محب د دوی د قربانيو، وطن‌دوستي او ژمنتيا قدرداني وکړه، و يې ويل سرتېري د دې خاورې او خلکو د لومړۍ ليکې ساتندويان دي چې د کورنیو لاسنيوی يې زموږ لومړيتوب دی.

په دې ناسته کې د دوی ستونزې واورېدل شوې او اړونده ادارو ته سپارښتنه وشوه چې ژر تر ژره رسیده‌ګي ورته وکړي.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته