ښوونه او روزنه

په معارف کې د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پيليږي

کابل باخترد وري دمياشتې شپږمه
د قندهار ولایت چارواکي وايي چې د پوهنې ریاست د اصلاح کولو په موخه د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پیل کيږي
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي و،د دغه ولايت د والي  مرستيال عبدالحنان منيب وويل چې د معارف رياست اصلاح کول يې د خپلو کاري لومړيتوبونو څخه دي او نور په تعليمي برخه کې ورته واسطې، درغلۍ، تعصب او اړيکي د منلو نه دي.
د قندهار د پوهنې رېيس محب الله قادري وويل چي د لسو ورځو په ترڅ کې به دوه سوه زره کتابونه دغه ولايت ته راورسيږي او زده کوونکو ته به وویشل شي.
قادري زياته کړه چې يو شمېر ښوونځي يې په کرايې کورونوکې فعاليت کوي او په دې برخه کې له زيات شمېر ستونزو سره مخامخ دي،ده له ولايت مقام څخه هيله وکړه چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته