ورزش

د پانکريشن ورزشکارانو د ژيړو مډالونه ترلاسه کړل

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٥:
د پانکريش ورزشکاران په قزاقستان کې له آسيايي سياليو څخه د ژيړو د دريو مډالونو په ترلاسه کولو سره پرون هېواد ته راستانه شول.
د بدني روزنې او ورزش رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمريت باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د پانکريش آسيايي سيالۍ د روان کال د ثور د مياشتې په ١٥نيټه د لسو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د قزاقستان په آلماتا ښارکې پيل شوې او پنځه ورځې يې دوام وکړ.
په دغو سياليوکې له افغانستان څخه دريو تنو ورزشکارانو او يوه ښوونکي ګډون کړى و چې د هېواد ورزشکارانو وکولاى شول په دغو سياليوکې د ژيړو درې مډالونه وګټي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته